د جان انجیل

یوه ریښتینې کیسه

1
12 خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى،
book-open-2 READ

د ژوندون کلام

1کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو، 2هغه د ازل نه خُدائ پاک سره وو. 3خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو. 4او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو. 5او نُور په تيارۀ کښې ځليږى او تيارۀ پرې کله هم غالبه نۀ شوه. 6خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو. 7هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى. 8هغه په خپله خو نُور نۀ وو خو هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو. 9هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى. 10هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو. 11هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو. 12خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى، 13داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو. 14نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى. 15يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“ 16ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو. 17ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. 18هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.

2
19 عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا د خُدائ کور ونړوئ او زۀ به يې په درېو ورځو کښې بيا ودروم.“
book-open-2 READ

د خُدائ پاک د کور پاکول

13د يهوديانو د فسح د اختر ورځې رانزدې وې نو عيسىٰ بره يروشلم ته لاړو. 14هلته هغۀ د خُدائ د کور په دربار کښې د غوَيانو، ګډو او د کونترو خرڅوونکى او صرافان په خپلو کُرسو ناست وليدل. 15عيسىٰ د پړى کوړه جوړه کړه او د خُدائ د کور نه يې سوداګر، ګډې او غوَيان بهر وشړل. هغۀ د صرافانو تختې نسکورې کړې، او د هغوئ پېسې يې ونوستلې، 16بيا هغۀ د کونترو خرڅوونکو ته وفرمائيل، ”دا څيزونه دلته نه اخوا کړئ زما د پلار د کور نه بازار مۀ جوړَوئ.“ 17د هغۀ مريدانو ته د صحيفو دا پېشګوئې راياده شوه، ”ستا د کور غېرت به ما وسوزوى.“ 18بيا يهوديانو عيسىٰ ورټلو او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ مونږ ته داسې څۀ معجزه ښودلے شې چې تۀ دا ثابت کړې چې دا اختيار تا سره شته؟“ 19عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا د خُدائ کور ونړوئ او زۀ به يې په درېو ورځو کښې بيا ودروم.“ 20بيا يهوديانو ووئيل، ”دا د خُدائ کور خو په شپږ څلوېښت کاله کښې جوړ شوے دے، او تۀ يې راته په درېو ورځو کښې ودروې؟“ 21خو د خُدائ د کوم کور ذکر چې عيسىٰ کولو هغه د دۀ خپل بدن وو. 22د هغۀ د بيا راژوندى کېدو نه پس د هغۀ مريدانو ته راياد شول چې هغۀ څۀ فرمائيلى وُو نو د هغوئ په صحيفو او د عيسىٰ په وينا يقين راغلو. 23کله چې عيسىٰ د فسح د اختر دپاره په يروشلم کښې دېره وو نو خلقو هغه معجزې وليدې کومې چې هغۀ ښکاره کړې او ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو. 24خو عيسىٰ په خپله په هغوئ اعتبار نۀ کولو ځکه چې هغۀ ټول خلق ډېر ښۀ پېژندل. 25او د بل چا د پوهولو ضرورت ورته نۀ وو ځکه چې هغه د ټولو خلقو د فطرت نه ښۀ خبر وو.

3
16 خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى.
book-open-2 READ

حضرت عيسىٰ او نيکوديموس

1په فريسيانو کښې نيکوديموس نومې يو سړے وو چې د يهوديانو د جرګې مشر وو. 2هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“ 3عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهى نۀ شى ليدلے ترڅو چې هغه بيا پېدا نۀ شى.“ 4نيکوديموس هغۀ ته ووئيل، ”نو بيا دا څنګه ممکنه ده چې يو سړے چې بوډا وى نو هغه به بيا څنګه پېدا شى؟ ولې څوک په دوېم ځل د مور ګېډې ته ورننوتے شى څۀ او بيا پېدا کېدے شى؟“ 5عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ درته رښتيا وايم چې هيڅوک هم د خُدائ پاک بادشاهۍ ته نۀ شى داخلېدے ترڅو چې هغه د اوبو او روحُ القُدس نه پېدا نۀ شى. 6چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے. 7زۀ چې تاسو ته دا ووايم چې تاسو له بيا پېدا کېدل په کار دى نو په دې حېرانېږئ مه. 8هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“ 9نيکوديموس ترې بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه ممکنه ده؟“ 10عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”تۀ د يهوديانو لوئ اُستاذ يې او د دې نه ناخبره يې؟ 11زۀ درته رښتيا وايم چې مونږ هغه څۀ وايو چې څۀ راته معلوم دى او د هغې ګواهى ورکوو چې څۀ مو ليدلى دى، خو اوس هم تاسو زمونږ ګواهى نۀ منئ. 12کۀ چرې تاسو زما عام خبرې نۀ منئ، نو کۀ زۀ درته آسمانى خبرې وکړم نو تاسو به يې څنګه ومنئ؟ 13هيڅوک هم چرې آسمان ته نۀ دے ختلے بې د هغۀ نه څوک چې د آسمان نه راکوز شو، يعنې اِبن آدم. 14لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى، 15دې دپاره چې څوک په هغۀ ايمان ساتى نو هغه به د تل ژوندون ومومى. 16خُدائ پاک د دې دُنيا سره داسې مينه وکړله چې خپل اېک يو زوئ يې هم ورکړو، نو څوک هم چې په هغۀ ايمان راوړى هلاک به نۀ شى خو د تل ژوندون به بيا مومى. 17خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى. 18څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو. 19او د مجرم کېدلو سبب دا دے چې دُنيا ته نُور راغلو خو خلق د نُور په ځائ په تيارۀ کښې خوشحاله وُو ځکه چې د هغوئ کارونه بد وُو. 20هر څوک چې بد کار کوى نو د نُور نه نفرت کوى او نُور ته نۀ راځى د دې دپاره چې د هغوئ بدکارونه ښکاره نۀ شى. 21خو څوک چې نېک کارونه کوى هغوئ رڼا ته راځى دپاره د دې چې دا ترې څرګند شى چې د هغوئ کارونه د خُدائ پاک په وسيله دى.“

4
14 خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى.
book-open-2 READ

حضرت عيسىٰ او سامرى ښځه

1عيسىٰ په دې خبر وو چې فريسيانو دا خبره واورېدله چې هغه د يحيىٰ نه هم زيات مريدان جوړوى او بپتسمه ورکوى. 2خو په حقيقت کښې عيسىٰ په خپله نه بلکې مريدانو يې بپتسمه ورکوله. 3نو عيسىٰ يهوديه پرېښودله او يو ځل بيا ګليل ته لاړو. 4خو هغۀ ته د سامريه نه تېرېدل ضرور وُو، 5نو هغه د سامريې سوخار نومې ښار ته راغلو کوم چې هغه پټى ته نزدې وو چې يعقوب خپل زوئ يوسف له ورکړے وو. 6هلته کښې د يعقوب کوهے وو او عيسىٰ د خپل سفر نه ستړے شوے وو نو هغه کوهى سره کښېناستو، دا د غرمې وخت وو. 7نو بيا يوه سامرى ښځه اوبو وړلو له راغله او عيسىٰ هغې ته وفرمائيل چې، ”ما له اوبۀ راکړه.“ 8د هغۀ مريدان د خوراک سامان اخستو دپاره ښار ته تلى وُو. 9سامرى ښځې ورته ووئيل چې، ”تۀ يو يهودى زما غوندې سامرى ښځې نه د څښلو اوبۀ څنګه غواړې؟“ هغې ځکه داسې ووئيل چې يهوديان د سامريانو سره څۀ نۀ شريکوى. 10عيسىٰ هغې ته جواب ورکړو چې، ”کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.“ 11ښځې هغۀ ته ووئيل چې، ”سړيه، تا سره خو بوقه هم نشته او دا کوهے ژور دے، نو تۀ به د کوم ځائ نه ما له د ژوندون اوبۀ راوړې؟ 12ولې تۀ زمونږ د نيکۀ يعقوب نه لوئ سړے يې څۀ، چا چې مونږ له دا کوهے راکړو او په خپله يې د زامنو او څاروو سره د دې نه اوبۀ وڅښلې؟“ 13عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”هر هغه څوک چې دا اوبۀ وڅښى هغه به بيا هم تږے کيږى. 14خو چې څوک هغه اوبۀ وڅښى چې زۀ يې ورکوم هغه به هيڅکله نۀ تږے کيږى. زۀ چې کومې اوبۀ ورکوم هغه به په هغوئ کښې دننه لکه يوه چينه وګرځى چې همېشه به بهيږى او چې د تل ژوندون ورکوى.“ 15ښځې ورته ووئيل، ”سړيه، هغه اوبۀ ما له راکړه نو چې زۀ بيا کله هم تږې نۀ شم او چې بيا اوبو راويستلو له دلته نۀ راځم.“ 16عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”لاړه شه، خپل خاوند راوبله او بيا راشه.“ 17هغې جواب ورکړو چې، ”زما خاوند نشته.“ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”تۀ دا رښتيا وائې چې ستا خاوند نشته، 18خو حقيقت دا دے چې تا پينځۀ مړونه کړى دى او اوس چې څوک تا سره دے ستا خاوند نۀ دے. تا چې څۀ ووئيل هغه رښتيا دى.“ 19ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې. 20زمونږ نيکونو په دې غرۀ عبادت کولو خو تاسو يهوديان وايئ چې په کوم ځائ کښې مونږ ته د خُدائ پاک عبادت کول په کار دى هغه په يروشلم کښې دے.“ 21عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”خورې، باور وکړه چې يو وخت داسې راروان دے چې نۀ خو به تاسو د پلار عبادت په دې غر او نۀ په يروشلم کښې وکړئ. 22تاسو سامريان د هغۀ عبادت کوئ چې تاسو يې نۀ پېژنئ، خو مونږ د هغۀ عبادت کوُو چې مونږ يې پېژنو، ځکه چې خلاصون د يهوديانو د خوا نه دے. 23خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى. 24خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“ 25ښځې جواب ورکړو، ”زۀ پوهېږم چې مسح کړے شوے، يعنې مسيح راتلونکے دے. هر کله چې هغه راشى نو هغه به مونږ ته هر څۀ بيان کړى.“ 26عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هغه زۀ يم، زۀ چې تا سره خبرې کوم.“ 27په دغه وخت د هغۀ مريدان واپس راغلل او ډېر حېران شول چې هغه يې يوې ښځې سره په خبرو وکتلو خو په هغوئ کښې يو کس هم ونۀ وئيل چې، ”تۀ د دې نه څۀ غواړې،“ يا ”تۀ د دې سره خبرې ولې کوې؟“ 28نو ښځې بيا خپل منګے پرېښودو او ښار ته واپس په منډه لاړه او هلته يې خلقو ته ووئيل چې، 29”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“ 30نو خلق د ښار نه راووتل او د عيسىٰ طرف ته روان شول. 31په دې دوران کښې مريدانو په هغۀ زور ولګولو چې، ”اُستاذه، لږ څۀ وخوره.“ 32خو هغۀ مريدانو ته وفرمائيل، ”ما سره داسې خوراک دے چې تاسو ته يې هيڅ پته نشته.“ 33بيا مريدانو يو تر بله ووئيل چې، ”ولې چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“ 34عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم. 35ولې تاسو دا نۀ وايئ چې څلور مياشتې نورې دى او بيا به لَو ګډ شى؟ خو زۀ تاسو ته دا وايم چې ګېرچاپېره پټو ته وګورئ چې د لَو کولو دپاره تيار دى. 36اوس هم لَوګرى لګيا دى خپله مزدورى اخلى او د تل ژوندون دپاره مېوه راټولوى د دې دپاره چې کرونکى او لَوګرى دواړه په شريکه خوشحالى وکړى. 37ځکه دا متل رښتيا دے چې يو يې کَرى او بل يې رېبى. 38ما تاسو ولېږلئ چې هغه فصل وريبئ په کوم چې تاسو څۀ کړاؤ نۀ دے کړے، نورو محنت وکړو او تاسو د هغوئ په محنت کښې شريک شوئ.“ 39د هغه ښار ډېرو سامريانو په عيسىٰ ايمان راوړو د هغه ښځې د ګواهۍ په وجه چې، ”دۀ ما ته هغه هر څۀ ووئيل څۀ چې ما کله هم کړى وُو.“ 40نو کله چې سامريان هغۀ له راغلل نو مِنت يې ورته وکړو چې مونږ سره پاتې شه، نو هغه هلته دوه ورځې ايسار شو. 41او د هغۀ د کلام په وجه نورو ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو. 42او هغوئ هغه ښځې ته ووئيل چې، ”مونږ صرف ستا د وينا په وجه په دۀ ايمان نۀ دے راوړے، ځکه چې مونږ اوس په خپله د هغۀ واورېدل او مونږ ته پته ولګېده چې دے په حقيقت کښې د دُنيا خلاصونکے دے.“

5
24 زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى.
book-open-2 READ

د زوئ اختيار

19عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى. 20ځکه چې پلار د زوئ سره مينه کوى او خپل ټول کارونه ورته څرګندوى. او د دې نه زيات لوئ کارونه به هغه ورته څرګند کړى نو تاسو به ورته حېران شئ. 21لکه څنګه چې پلار مړى پاڅوى او هغوئ له ژوند ورکوى دغه شان زوئ هم هر هغه چا له چې غواړى ژوند ورکوى. 22بيا دا چې پلار د هيچا عدالت هم نۀ کوى بلکې دا ټول اختيار يې زوئ ته سپارلے دے 23نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى. څوک چې د زوئ عزت نۀ کوى هغه د هغه پلار عزت نۀ کوى چا چې هغه رالېږلے دے. 24زۀ تاسو ته رښتيا وايم، هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے. 25زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى. 26ځکه څنګه چې پلار په خپله د ژوندون سرچينه دے هم دغه شان هغۀ خپل زوئ له د ژوندون ورکولو اختيار ورکړے دے. 27او هغۀ عيسىٰ ته د عدالت اختيار ورکړو ځکه چې هغه اِبن آدم دے. 28په دې مۀ حېرانېږئ ځکه چې داسې وخت راروان دے کله چې هغه ټول څوک چې په قبرونو کښې دى، هغه به د دۀ آواز واورى 29او بهر به راوځى. چا چې نېکى کړى وى هغوئ به د تل ژوندون دپاره راپورته شى او چا چې بد کړى وى هغوئ به د عدالت دپاره راپورته کړے شى.

6
35 ”زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى.
book-open-2 READ

حضرت عيسىٰ د ژوندون روټۍ ده

25کله چې هغوئ هغه د درياب په بله غاړه وموندو هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کله دلته راغلې؟“ 26عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما تلاش په دې وجه نۀ کوئ چې تاسو نښې وکتلې بلکې ځکه چې تاسو روټۍ وخوړله او لوږه مو ختمه شوه. 27د داسې خوراک دپاره خوارى مۀ کوئ چې ختميږى بلکې د هغې روټۍ دپاره خوارى کوئ چې تر ابده پاتې کيږى، او کوم به چې اِبن آدم تاسو له درکړى. ځکه چې هم په هغۀ باندې خُدائ پلار خپل مُهر لګولے دے.“ 28بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ له څۀ کول په کار دى چې د خُدائ پاک د رضا کارونه وکړُو؟“ 29عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”د خُدائ پاک د رضا کار دا دے چې په هغه چا ايمان راوړئ چې هغۀ رالېږلے دے.“ 30نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ مونږ ته کومه معجزه ښکاره کوې چې مونږ يې ووينو او په تا ايمان راوړو؟ تۀ څۀ کار کولے شې؟ 31لکه چې زمونږ پلار نيکۀ په صحرا کښې من وخوړل، صحيفې فرمائى چې، موسىٰ هم هغوئ له د آسمان نه من ورکړل چې وې خورى.“ 32بيا عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دا موسىٰ نۀ وو چې تاسو له يې د آسمان نه من درکړل بلکې دا زما پلار دے چې تاسو له د آسمان نه حقيقى روټۍ درکوى. 33ځکه چې د خُدائ پاک روټۍ هغه ده چې د آسمان نه راکوزيږى او دُنيا ته ژوندون ورکوى.“ 34نو هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته دغه روټۍ همېشه راکوه.“ 35عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندون روټۍ يم. څوک چې ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ اوږى کيږى او څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى. 36خو ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو زۀ ليدلے يم او بيا هم په ما ايمان نۀ راوړئ. 37هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم. 38ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم. 39او دا د هغۀ رضا ده چا چې زۀ رالېږلے يم چې زۀ هغه ټولو نه يو هم ورک نۀ کړم څۀ چې هغۀ ما له راکړى دى بلکې د قيامت په ورځ يې راپاڅوم. 40ځکه چې دا زما د پلار مرضى ده چې هر څوک چې زوئ ووينى او په هغۀ ايمان راوړى، هغه به د ابدى ژوندون خاوند شى، او زۀ به هغوئ د قيامت په ورځ بيا راپاڅوم.“ 41په دې يهوديان د هغۀ په حقله وغورېدل ځکه چې هغۀ وفرمائيل چې، ”زۀ هغه روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده.“ 42هغوئ ووئيل، ”ولې دا عيسىٰ د يوسف زوئ نۀ دے چې مونږ يې مور او پلار پېژنو، نو بيا څنګه هغه وائى چې زۀ د آسمان نه راکوز شوے يم؟“ 43نو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”په خپلو کښې مۀ غورېږئ. 44څوک هم ما له تر هغې نۀ شى راتلے ترڅو چې هغه پلار چې زۀ يې رالېږلے يم هغه يې ما ته راونۀ لېږى، او زۀ به هغه د قيامت په ورځ راپاڅوم. 45دا د نبيانو په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې هغوئ ټولو ته به خُدائ پاک تعليم ورکړى. هر هغه څوک چې د پلار اورى او د هغۀ نه زده کوى هغه ما له راځى. 46هيچا پلار نۀ دے ليدلے بغېر د هغۀ نه چې د خُدائ پاک د طرفه دے، صرف هغۀ پلار ليدلے دے. 47زۀ تاسو ته رښتيا وايم څوک چې ايمان راوړى هغه د تل ژوندون خاوند دے. 48زۀ د ژوندون روټۍ يم. 49ستاسو پلار نيکونو په صحرا کښې من وخوړل خو هغوئ مړۀ شول. 50دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راغلې ده، نو چې څوک دا روټۍ وخورى هغه به نۀ مرى. 51زۀ د ژوندون روټۍ يم چې د آسمان نه راکوزه شوې ده. څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل ژوندے وى. او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“ 52بيا د يهوديانو په مينځ کښې تېز بحث شروع شو، هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے خپل بدن مونږ ته خوړلو له څنګه راکولے شى؟“ 53نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى. 54څوک چې زما بدن وخورى او زما وينه وڅښى هغه د تل ژوندون خاوند دے او زۀ به يې د قيامت په ورځ راپاڅوم. 55زما بدن حقيقى خوراک دے او زما وينه حقيقى څښاک دے. 56څوک چې زما غوښه خورى او زما وينه څښى هغه په ما کښې او زۀ په هغۀ کښې اوسېږم. 57لکه څنګه چې ژوندى پلار زۀ راولېږلم او زۀ د پلار په وجه ژوندے يم، دغه شان څوک چې زما بدن وخورى هغوئ به زما په وجه ژوندى وى. 58دا هغه روټۍ ده چې د آسمان نه راکوزه شوې ده او دا د هغه روټۍ په شان نۀ ده چې ستاسو پلار نيکونو وخوړه او مړۀ شول. خو څوک چې دا روټۍ وخورى هغه به تل تر تله ژوندى وى.“

8
12 ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“
book-open-2 READ

حضرت عيسىٰ د دُنيا نُور

12عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“ 13بيا فريسيانو هغۀ ته ووئيل، ”تۀ د خپل ځان په حق کښې ګواهى کوې خو ستا ګواهى اعتبارى نۀ ده.“ 14عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى اعتبارى ده کۀ څۀ هم چې زۀ يې د ځان په حق کښې ورکوم، ځکه چې زۀ خبر يم چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته روان يم، خو تاسو ته پته نشته چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته ځم. 15تاسو په انسانى بنياد فېصلې کوئ خو زۀ د هيچا فېصله نۀ کوم. 16خو کۀ چرې زۀ فېصله کوم نو زما فېصله به ټيک وى، ځکه چې زۀ يواځې نۀ يم کله چې فېصله کوم بلکې زۀ او زما پلار چې زۀ يې رالېږلے يم يې يو ځائ فېصله کوُو. 17ستاسو په خپل شريعت کښې يې دا ليکلى دى چې د دوو کسانو ګواهى ټيک ده. 18دا زۀ يم چې د خپل ځان په حقله ګواهى کوم او زما بل ګواه زما پلار دے چې زۀ يې رالېږلے يم.“ 19بيا هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو نۀ خو ما پېژنئ او نۀ زما پلار. کۀ چرې تاسو زۀ پېژندے نو زما پلار به مو هم پېژندو.“ 20د خُدائ د کور په بيت‌المال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے

9
3 ”نۀ دې سړى او نۀ د دۀ مور پلار ګناه کړې ده. بلکې هغه ځکه ړوند پېدا شو چې د خُدائ پاک قُدرت په دۀ کښې څرګند شى.
book-open-2 READ

د يو پېدائشى ړوند بينا کول

1عيسىٰ چې په لاره تېرېدو نو يو سړے يې وليدو چې پېدائشى ړوند وو. 2د هغۀ مريدانو ترې تپوس وکړو چې، ”اُستاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړى او کۀ د دۀ مور او پلار، چې دے ړوند پېدا شوے دے؟“ 3عيسىٰ جواب ورکړو، ”نۀ دې سړى او نۀ د دۀ مور پلار ګناه کړې ده. بلکې هغه ځکه ړوند پېدا شو چې د خُدائ پاک قُدرت په دۀ کښې څرګند شى. 4ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے. 5نو ترڅو چې زۀ په دُنيا کښې يم، زۀ د دُنيا نُور يم.“ 6دې وئيلو سره عيسىٰ په زمکه وتُوکل او په توکاڼو يې خټه جوړه کړله او هغه يې د هغه سړى په سترګو ومږله، 7او ورته يې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د سيلوم په تالاب کښې يې ووينځه.“ د دې لفظ معنىٰ ده، لېږلے شوے، نو هغه سړے لاړو، سترګې يې ووينځلې او چې واپس راغلو بينا شوے وو. 8بيا د هغۀ ګاونډيانو او هغه چا چې دے يې پېژندو چې خير به يې غوښتو، هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې ناست به وو او خير به يې غوښتو؟“ 9ځينو ووئيل، ”آو، هم دا هغه سړے دے،“ او نورو ووئيل، ”نه، دا د هغۀ په شان دے.“ هغۀ په خپله ووئيل چې، ”زۀ هم هغه سړے يم.“ 10هغوئ ترې تپوس وکړو، ”نو ستا سترګې څنګه بينا شوې؟“ 11هغۀ جواب ورکړو، ”يو سړے چې نوم يې عيسىٰ دے هغۀ خټه جوړه کړه، او زما په سترګو يې ومږله او راته يې وفرمائيل چې د سيلوم تالاب ته لاړ شه او وې وينځه. بيا زۀ لاړم او ومې وينځلې او بينا شوم.“ 12هغوئ تپوس وکړو چې، ”هغه دے چرته؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته.“

10
11 زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى.
book-open-2 READ

حضرت عيسىٰ ښۀ شپونکے دے

7نو عيسىٰ هغوئ ته بيا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې زۀ د ګډو دپاره دروازه يم. 8هغوئ ټول چې زما نه مخکښې راغلى وُو غلۀ او ډاکوان وُو، خو ګډو هغوئ ته غوږ ونۀ نيولو. 9زۀ دروازه يم. څوک چې زما په وسيله ننوځى هغه به بچ شى. هغه به دننه بهر تلے راتلے شى او د څرن ځائ به ومومى. 10غل صرف د غلا د قتل او د تباهۍ دپاره راځى خو زۀ دې له راغلے يم چې خلق ژوندون حاصل کړى او په مکمل ډول پُرسکونه وى. 11زۀ ښۀ شپونکے يم او ښۀ شپونکے د ګډو دپاره خپل سر ورکوى. 12خو مزدور چې نۀ شپون وى او نۀ يې ګډې خپلې وى، کله چې هغه ليوۀ په راتلو ووينى نو ګډې په ځائ پرېږدى او وتښتى. ليوۀ رمه راګېره کړى او ګډې خورې ورې کړى. 13هغه ځکه تښتى چې مزدور دے او د ګډو هيڅ پرواه نۀ کوى. 14زۀ ښۀ شپون يم. زۀ خپلې ګډې پېژنم او زما ګډې ما پېژنى، 15څنګه چې ما پلار پېژنى او زۀ پلار پېژنم، او زۀ خپل ځان د ګډو دپاره قربانوم. 16زما نورې ګډې هم شته چې په دې شپول کښې نشته، زۀ به هغوئ هم ضرور دلته راولم. هغوئ به زما آواز اورى، او بيا به يوه رمه وى او شپونکے به يې هم يو وى. 17په دې وجه پلار ما سره مينه کوى ځکه چې زۀ خپل ځان قربانوم د دې دپاره چې دا بيا ومومم. 18دا زما نه څوک نۀ اخلى، خو زۀ دا په خپله مرضۍ قربانوم. دا زما اختيار دے چې ځان قربان کړم او دا مې هم اختيار دے چې دا زۀ بيا ومومم. دا حُکم ما ته خپل پلار راکړے دے.“ 19د دې خبرو په وجه بيا په يهوديانو کښې بې‌اتفاقى راغله. 20په هغوئ کښې ډېرو وئيل چې، ”په دۀ پيريان ناست دى او دے پاګل دے، ولې تاسو دۀ ته غوږ ږدئ؟“ 21خو نورو وئيل چې، ”په چا چې پيريان ناست وى هغه داسې خبرې نۀ شى کولے. ولې پيرے د ړوند سترګې روغولے شى څۀ؟“

12
24 زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې د غنمو دانه په زمکه کښې ونۀ غورزيږى او په خاوره کښې ښخه او مړه نۀ شى تر هغې به دا صرف يوه دانه وى. خو کله چې دا په خاورو کښې ښخه شى نو دا ډېره مېوه پېدا کړى.
book-open-2 READ

ځينو يونانيانو غوښتل چې حضرت عيسىٰ سره مِلاو شى

20يو څو يونانيان په اختر کښې د عبادت دپاره تلى وُو. 21هغوئ فيليپوس له راغلل څوک چې د بيتِ‌صيدا د ګليل اوسېدونکے وو، او هغۀ ته يې ووئيل، ”صاحبه، مونږ غواړو چې عيسىٰ سره مِلاو شُو.“ 22فيليپوس لاړو او اندرياس ته يې ووئيل، بيا هغوئ دواړه لاړل او عيسىٰ يې خبر کړو. 23عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”هغه وخت راغلو چې اِبن آدم خپله لوئى ومومى. 24زۀ تاسو ته رښتيا وايم ترڅو چې د غنمو دانه په زمکه کښې ونۀ غورزيږى او په خاوره کښې ښخه او مړه نۀ شى تر هغې به دا صرف يوه دانه وى. خو کله چې دا په خاورو کښې ښخه شى نو دا ډېره مېوه پېدا کړى. 25هغه څوک چې د خپل ژوند سره مينه کوى هغه به يې بائيلى، او څوک چې په دُنيا کښې د خپل ژوند نه نفرت کوى، هغه به يې د تل ژوندون دپاره وساتى. 26کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.

13
34 زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ.
book-open-2 READ

د حضرت عيسىٰ نوے حُکم

31کله چې يهوداه بهر لاړو نو عيسىٰ وفرمائيل، ”اوس اِبن آدم خپله لوئى وموندله او خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله. 32کۀ خُدائ پاک په هغۀ کښې لوئى وموندله، نو خُدائ پاک به هم هغۀ ته په خپل ځان کښې لوئى ورکړى او هغۀ ته به زر لوئى ورکړى. 33زما بچو، زۀ به د لږ وخت دپاره تاسو سره يم. بيا به تاسو ما لټوئ، او څنګه چې ما يهوديانو ته وفرمائيل، نو دغه شان اوس تاسو ته هم وايم، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے. 34زۀ تاسو له يو نوے حُکم درکوم چې د يو بل سره مينه کوئ. لکه چې ما تاسو سره مينه کړې ده نو دغه شان تاسو هم د يو بل سره مينه کوئ. 35کۀ تاسو د يو بل سره مينه کوئ نو بيا به ټول خلق په دې پوهه شى چې تاسو زما مريدان يئ.“

14
6 ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے
27 زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے.
book-open-2 READ

حضرت عيسىٰ پلار ته د ورتلو لار ده

1”خپل زړونه مۀ پرېشانه کوئ، په خُدائ پاک ايمان ساتئ، او په ما هم ايمان ساتئ. 2زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟ 3او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ. 4او تاسو ته د هغې لارې پته ده کوم ځائ ته چې زۀ روان يم.“ 5توما هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پته نشته چې تۀ چرته روان يې، نو مونږ ته د لارې څۀ پته ده؟“ 6عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے. 7کۀ تاسو زۀ پېژندلے نو تاسو به زما پلار هم پېژندلو. د هم اوس نه تاسو هغه پېژنئ او ليدلے مو دے.“ 8فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پلار وښايه نو مونږ به مطمئن شُو.“ 9عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”فيليپوسه، تا سره زۀ د دومره مودې نه يم او بيا مې هم نۀ پېژنې څۀ؟ چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے، نو بيا تۀ څنګه وائې چې مونږ ته پلار وښايه؟ 10په دې ستاسو باور نشته چې زۀ په پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے؟ زۀ چې کومې خبرې تاسو ته کوم هغه زۀ د خپل ځان نه نۀ کوم، خو دا پلار دے چې په ما کښې اوسى او زما په وسيله خپل کار کوى. 11په ما يقين وکړئ چې زۀ پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے خو کۀ په ما يقين نۀ کوئ، نو بيا په ما د دې کارونو په وجه باور وکړئ. 12زۀ تاسو ته رښتيا وايم، څوک چې په ما ايمان راوړى هغه به هم هغه کارونه کوى لکه چې زۀ يې کوم، او هغه به د دې نه هم لوئ کارونه کوى ځکه چې زۀ پلار له روان يم. 13تاسو چې څۀ هم زما په نوم وغواړئ زۀ به هغه وکړم نو چې د پلار لوئى په زوئ کښې څرګنده شى. 14کۀ تاسو زما په نوم ما نه څۀ هم وغواړئ زۀ به يې وکړم.

د روحُ القُدس وعده

15کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ. 16او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. 17هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى. 18زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم. 19لږ وخت پس به دُنيا ما نور ونۀ وينى خو تاسو به مې وينئ. ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ. 20په هغه ورځ به تاسو پوهه شئ چې زۀ په خپل پلار کښې يم او تاسو په ما کښې يئ او زۀ په تاسو کښې يم. 21څوک چې زما حُکمونه منى او په هغې عمل کوى نو دا هغه خلق دى چې ما سره مينه کوى. او څوک چې ما سره مينه کوى زما پلار به ورسره مينه وکړى او زۀ به هم د هغۀ سره مينه کوم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.“ 22بل يهوداه ترې تپوس وکړو، ”مالِکه، دا څۀ وجه ده چې تۀ به صرف مونږ ته ځان ښکاره کړې او نورې دُنيا ته نه؟“ 23عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”څوک چې زما سره مينه کوى، هغوئ به زما په کلام عمل کوى او زما پلار به د هغوئ سره مينه کوى، او زۀ او پلار به هغوئ ته ورشو او د هغوئ سره به اوسو. 24څوک چې ما سره مينه نۀ کوى هغه زما په کلام عمل نۀ کوى، او دا کلام چې تاسو يې اورئ دا زما نۀ دے بلکې دا د پلار کلام دے چا چې زۀ رالېږلے يم. 25ترڅو چې لا زۀ تاسو سره يم ما تاسو ته دا هر څۀ وفرمائيل. 26خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى، هغه به تاسو ته هر څۀ وښائى او درته به هغه هر څۀ دريادوى، چې ما تاسو ته فرمائيلى دى. 27زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ. 28تاسو واورېدل چې ما درته وفرمائيل، زۀ درنه روان يم او زۀ بيا تاسو له واپس راځم. کۀ چرې تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به په دې خوشحاله شئ چې زۀ پلار له روان يم ځکه چې پلار زما نه لوئ دے. 29ما تاسو ته اوس د دې د پېښېدو نه مخکښې دا وفرمائيل نو چې کله دا پېښ شى نو تاسو به ايمان راوړئ. 30زۀ به پس د دې نه تاسو سره ډيرې خبرې ونۀ کړم ځکه چې د دې دُنيا سردار يعنې شېطان راتلونکے دے. خو د هغۀ په ما هيڅ اختيار نشته. 31زۀ هغه کار کوم چې پلار څنګه حُکم کړے دے نو ځکه چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ د پلار سره مينه کوم. نو راځئ چې د دې ځائ نه ځو.“

15
5 زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى،
13 د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى.
book-open-2 READ

حضرت عيسىٰ د انګور اصلى بوټے

1”زۀ د انګور اصلى بوټے يم او زما پلار باغوان دے. 2هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى. 3د هغه کلام په ذريعه کوم چې ما تاسو ته اورولے دے تاسو خو پاک او صفا شوى يئ. 4په ما کښې اوسئ لکه چې زۀ په تاسو کښې اوسېږم. لکه څنګه چې يوه څانګه يواځې مېوه نۀ شى نيولے، ترڅو چې هغه د انګور د بوټى سره پيوند نۀ وى، دغسې تاسو هم مېوه نۀ شئ نيولے ترڅو چې تاسو په ما کښې نۀ اوسئ. 5زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے. 6هر څوک چې په ما کښې نۀ اوسى هغه به لکه د بې‌کاره څانګې په شان ګزار کړے شى، او اوچ به شى، او دغه شان اوچې څانګې يو ځائ ته راټوليږى او په اور کښې سوزولے کيږى. 7کۀ چرې تاسو په ما کښې اوسئ او زما خبرې په تاسو کښې اوسى نو څۀ چې تاسو غواړئ هغه به تاسو له درکړے شى. 8نو چې کله تاسو ډېره مېوه نيسئ نو په دې سره زما اصلى مريدان يئ او په دې سره زما پلار ته لوئى ملاويږى. 9څنګه چې پلار ما سره مينه کړې ده نو دغه شان زۀ تاسو سره مينه کوم. زما په مينه کښې اوسئ. 10کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم. 11ما تاسو ته دا ټولې خبرې د دې دپاره وکړې چې زما خوشحالى په تاسو کښې وى او چې ستاسو خوشحالى پوره شى. 12دا زما حُکم دے، چې تاسو د يو بل سره مينه کوئ څنګه چې ما تاسو سره مينه کړې ده. 13د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى. 14تاسو به هله زما دوستان يئ چې زما په حُکمونو عمل کوئ. 15نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى. 16تاسو زۀ غوره کړے نۀ يم خو ما تاسو غوره کړى يئ او ما تاسو مقرر کړئ چې لاړ شئ او مېوه ونيسئ، هغه مېوه چې د تل ده. نو پلار به تاسو ته هر هغه څۀ درکړى څۀ چې تاسو زما په نوم د هغۀ نه وغواړئ. 17دا زما تاسو ته حُکم دے چې د يو بل سره مينه کوئ.

17
14 ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم
book-open-2 READ

د حضرت عيسىٰ د خپلو مريدانو دپاره دُعا

1د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى. 2ځکه چې تا ما ته په ټولو بنى آدمو اختيار راکړے دے چې هغوئ ټولو له تل عُمرى ژوندون ورکړم څوک چې راته تا حواله کړى دى. 3او تل عُمرى ژوندون دا دے چې هغوئ تا وپېژنى چې صرف تۀ رښتينے خُدائ پاک يې او عيسىٰ مسيح څوک چې تا رالېږلے دے. 4ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو. 5نو اے پلاره، اوس تۀ ما له په خپل حضور کښې لوئى راکړه، هغه لوئى چې کومه ما د دُنيا د پېدا کېدو نه اول ستا په حضور کښې لرله. 6ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے. 7اوس هغوئ پوهه شوى دى چې هر څۀ چې تا ما له راکړى دى دا ستا د طرفه دى. 8ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم. 9زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى. 10څۀ چې زما دى هغه ستا دى، او څۀ چې ستا دى هغه زما دى، او په هغوئ کښې زما لوئى څرګنده شوه. 11نور زۀ په دُنيا کښې نۀ پاتې کېږم خو هغوئ په دُنيا کښې دى او زۀ تا ته درروان يم. اے قُدوسه پلاره، د خپل نوم په طاقت د هغوئ حفاظت وکړه څوک چې تا ما له راکړى دى، نو چې هغوئ هم يو موټے شى څنګه چې مونږ دواړه يو يُو. 12ترڅو چې زۀ د هغوئ سره وم ما ستا په نوم د هغوئ حفاظت وکړو کوم چې تا ما له راکړے وو. ما د هغوئ حفاظت وکړو او په هغوئ کښې يو هم هلاک نۀ شو بې له يو نه چې مرګ يې مقرر وو، نو چې د صحيفې ليک پوره شى. 13خو زۀ اوس تا ته درروان يم. چې په دُنيا کښې کله زۀ دوئ سره وم نو ما دوئ ته د دې خبرو بيان وکړو د دې دپاره چې دوئ زما د خوشحالۍ نه معمور شى. 14ما ستا پېغام هغوئ له ورکړے دے او دُنيا هغوئ نه نفرت کوى ځکه چې هغوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم. 15زۀ ستا نه دا خواست نۀ کوم چې دوئ د دې دُنيا نه وباسى بلکې ستا نه دا خواست کوم چې دوئ د شېطان نه محفوظ وساتى. 16دوئ د دُنيا نۀ دى لکه څنګه چې زۀ د دُنيا نۀ يم. 17دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے. 18لکه څنګه چې تا زۀ دُنيا ته رالېږلے يم نو دغه شان ما دوئ دُنيا ته لېږلى دى. 19او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى. 20خو زۀ صرف د دوئ دپاره دُعا نۀ غواړم بلکې د هغه چا دپاره هم څوک چې د دوئ د کلام په وسيله به په ما ايمان راوړى. 21چې هغوئ هم يو موټے شى، اے پلاره، لکه څنګه چې تۀ او زۀ يو يُو. نو دغه شان دې دوئ هم په مونږ کښې يو وى، چې دُنيا په دې يقين وکړى چې زۀ تا رالېږلے يم. 22کومه لوئى چې تا ما له راکړې ده هغه ما دوئ له ورکړه د دې دپاره چې دوئ يو وى لکه چې مونږ يو يُو. 23زۀ په هغوئ کښې يم او تۀ په ما کښې يې، چې دوئ په مکمل توګه يو شى. بيا چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ تا رالېږلے يم، او تا د دوئ سره هم داسې مينه وکړله لکه چې ما سره دې کوله. 24اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده. 25اے صادقه پلاره، دُنيا تا نۀ پېژنى خو زۀ تا پېژنم او دوئ ته پته ده چې تا زۀ رالېږلے يم. 26ما ستا نوم دوئ ته څرګند کړو او دا به لا نور هم څرګندوم د دې دپاره چې کومه مينه چې تا ما سره کوله، هغه دې په دوئ کښې هم وى، او زۀ دې هم په دوئ کښې يم.“

19
30 کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه
book-open-2 READ

د حضرت عيسىٰ مرګ

28د دې نه پس عيسىٰ چې پوهه شو چې هر څۀ پوره شوى دى نو هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تږے يم.“ او دې سره د صحيفې يوه پېشګوئې پوره شوه. 29هلته يو لوښے د تروې سرکې نه ډک پروت وو. نو هغوئ يو اسفنج په کښې لوند کړو او د ويلنې په څانګه يې کېښودو او دا يې د عيسىٰ شونډو ته ورورسولو. 30کله چې سرکه عيسىٰ ته ورکړے شوه نو هغۀ وفرمائيل چې، ”دا کار پوره شو.“ بيا يې سر ټيټ کړو او ساه يې ورکړه. 31اوس دا د فسح دپاره د تيارۍ کولو د جمعې ورځ وه او راتلونکې ورځ د خاص سبت وه. په دې وجه يهوديانو نۀ غوښتل چې د سبت په ورځ دې مړى په سولۍ پاتې شى، نو هغوئ پيلاطوس ته خواست وکړو چې د دوئ پښې دې ماتې کړے شى او مړى دې راکوز کړے شى. 32نو سپاهيان راغلل او د اولنى سړى پښې يې ماتې کړې او بيا يې د هغه بل سړى پښې ماتې کړې چې عيسىٰ سره په سولۍ شوى وُو. 33خو کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل او وې ليدو چې هغه د اول نه مړ دے، نو هغوئ د هغۀ پښې ماتې نۀ کړې. 34خو د دې باوجود يو سپاهى د هغۀ پوښتۍ په نېزه ووهله او سمدستى ترې د وينو او اوبو دارې روانې شوې. 35هغه سړى چې دا وکتل هغۀ ګواهى ورکړه او د هغۀ ګواهى رښتيا ده. هغه رښتيا خبرې کوى د دې دپاره چې تاسو هم ايمان راوړئ. 36دا کارونه وشول نو چې د صحيفې وينا پوره شى چې، ”د هغۀ يو هډوکے به هم مات نۀ کړے شى.“ 37او بيا په يو بل آيت کښې راغلى دى چې، ”هغوئ به هغه سړى ته ګورى چې په نېزه يې سورے کړو.“

20
19 ، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“
book-open-2 READ

د حضرت عيسىٰ مريدانو ته څرګندېدل

19د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“ 20د دې نه پس هغۀ هغوئ ته خپل لاسونه او خپله پښتۍ وښودله. نو چې کله مريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډېر خوشحاله شُو. 21عيسىٰ يو ځل بيا وفرمائيل چې، ”په تاسو دې سلامتيا وى، څنګه چې پلار زۀ رالېږلے يم هم دغسې زۀ تاسو لېږم.“ 22بيا يې په هغوئ وپوکل او وې فرمائيل، ”زما له خوا نه روحُ القُدس قبول کړئ. 23کۀ چرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ نو هغوئ به وبخښلے شى، او کۀ تاسو هغوئ ونۀ بخښئ نو هغوئ به ونۀ بخښلے شى.“